کابل ګارنېزیون: تر یوې مودې دې له لاریونونو ډډه وشي

د کابل ګارنېزیون عمومي قوماندانۍ له خلکو غوښتي چې د یوې مودې لپاره له اوږد مهاله مظاهرو او لاریونونو ډډه وکړي.

دغې قوماندانۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوی موندنې ښیې چې وسله‎وال مخالفین په پام کې لري پر مظاهره چیانو برید وکړي.

دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی چې په کابل کې د پرونیو مظاهرو په دوام لسګونو اعتراض کوونکو د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نېږدې د تحسن خطمې درولي او د افغان لوړ پوړو چارواکو د استعفا غوښتنه کوي.

د ازادي راډیو د راپور له مخې، پر ټولو هغو لارو چې د جمهوري ریاست ارګ ماڼۍ ته ورغلي، کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

بل‎خوا د افغانستان د ولسي جرګې رئیس ویلي، د هېواد د روان بحران د حل لپاره باید ملي اجماع را وبلل شي.