مراد: د مظاهرې د تاوتریخوالي د عاملینو پېژندلو امر شوی

نن په ارګ کې د فوق‎العاده امنیتي غونډې پر مهال پرېکړه وشوه چې هغه کسان چې د قانون خلاف‎یې عمل کړی، ودې پېژندل شي او د قانون سره سم دې مجازات شي.

د افغانستان د دفاع وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد نن د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته دا خبره کړې ده.

ښاغلي مراد زیاته کړه:

"نن په هغه امنیتي غونډه کې چې په ارګ کې تر سره شوه، د افغانستان لویې څارنوالۍ ته سپارښتنه وشوه چې هر څه عاجل موضوع له ټولو جزیاتو سره وڅېړي او د پېښي عاملینو ته به د قانون سره سم سزا ورکړو."

ښاغلي مراد ویلي چې په کابل کې د پرونیو مظاهرو پر مهال پنځه تنه وژل شوي او د ۱۹ پولیسو په ګډون ۲۳ تنه نور ټپیان دي.

د ارګ په نننۍ غونډه کې چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ جوړه شوې وه، په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم ګډون درلود او په کابل کې د وروستیو تاوتریخوالو په اړه خواشیني وښودل شوه.

خو دا مظاهره وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښته چې د افغانستان د امنیتي چارواکو په خبره، یو شمېر وسله‎وال کسان د اعتراض کوونکو په ډلو ورننوتل.