پوتین د امریکا د استخباراتي ادارې تورونه رد کړل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د استخباراتي ادارو دا تورونه رد کړل چې له روسیې څخه هکرانو د متحد ایالتونو د تېرکال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مداخله کوله.

ولادیمیر پوتین «این بي سي» تلوېزیون ته وویل چې هکران هرځای پیدا کېږي، کېدای شي چې په روسیې کې وي، په اسیا کې وي حتی په متحد ایالتونو او لاتین امریکا کې وي.

دا مرکه چې تمه ده سبا یې «این بي سي» تلویزیون بشپړه خپره کړې، پکې پوتین وایي، مناسبه نه وه چې د امریکا استخباراتي ادارو دغه معلومات خپاره کړي وای او په هغو کې یې روسیه یاده کړې وای.

د امریکا استخباراتي ادارو ویلي دي چې پوتین له هکرانو غوښتي و چې د ډیموکرات ګوند ایمیلونه هک کړي او د امریکا د تیرکال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو د کاندید، ډونالډ ټرمپ په ګټه هڅې وکړي.

پوتین پرون په سنت پیترزر بورګ کې د نړیوالې اقتصادي غونډې پر مهال دغه تورونه په کلکه رد کړل.