ولسمشر غني: د خلکو قانوني غوښتنې پر ځای کېږي

د افغانستان ولسمشر او ملګرو ملتو وروسته تر دې له خلکو د ارامي غوښتنه وکړه چې پرون په کابل کې د پولیسو او حکومت ضد مظاهره چیانو په اخ و ډب کې لږ تر لږه څلور تنه ووژل شول.

مظاهره کوونکو د ولسمشر اشرف غني د حکومت د استعفی غوښتنه، دوې ورځې وروسته تر دې کوله چې په کابل کې د موټر بم خونړۍ چاودنه وشوه.

اشرف غني په یوه بیان کې ویلي دي چې حکومت د خلکو غوښتنې اوري او که قانوني غوښتنې وي هغه به پرځای کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو هم له خلکو د زغم غوښتنه کړې ده.

تادامیچي یاماموتو وویل، دغه نازک وضعیت ته په پام سره باید داسې څه و نه شي چې ملکیانو ته نور زیان ورسي.

په ورته وخت کې د بخښني نړیوال سازمان د مظاهره چیانو پرضد له زور څخه استفاده غندلې ده او ویلي یې دي چې چارواکي د عادي خلکو ژوند ته باید پاملرنه وکړي.