دنیا:نه پوهېږو د څه لپاره وژل کېږو؟

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم په کابل کې د چهارشنبې د ورځې د موټر بم چاودنې او په تړاو یې د مظاهرو په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپانې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې چې تر ډېره پوښتنې په کې مطرح شوي لیکلي، چې کابل یوه توره چهارشنبه تېره کړه، کابلیان او ټول افغانان د غم پر ټغر ناست دي او نړۍ د افغانستان او افغانانو پر حال ژاړي.

سر مقاله لیکونکي وړاندې په سرمقاله کې لیکلي، د تېرې پنځلس کلنې جګړې نه هدف معلوم دی او نه په کې ملامت او سلامت، ده پوښتنه مطرح کړې چې نه پوهېږو د څه لپاره وژل کېږو؟

او د ګڼو نورو پوښتنو تر څنګ یې یوه پوښتنه دا ده چې ایا د ناټو او امریکا راتګ به د افغانانو امنیت تامین کړي؟

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې ای اېس ای او د حقاني شبکه په کابل کې د خلکو د وژنو اصلي عاملین دي.

په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان د ملي امنیت ریاست موندنې ښيي چې د کابل د تېرې چهارشنبې د ورځې موټر بم چاودنه د پاکستان په خاوره کې دننه د حقاني شبکې له خوا د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اس ای په دستور پلان شوې وه.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، که څه هم د یادې پېښې په تړاو د څلورو افسرانو دندې ځندول شوي او ویل کېږي چې د طالبانو او حقاني ډلې د یوولسو بندیانو د اعدام حکم د ولسمشر له خوا لاسلیک شوی خو بیا هم خلک د پنجشنبې په ورځ د عدالت غوښتني لپاره سړکونو ته راووتل.

سره مقاله لیکونکي لیکلي، له بده مرغه مظاهره په تاوتریخوالي واوښته چې یو شمېر مظاهرچیان د پولیسو په ډزو کې ووژل شول او یو شمېر نور هم ټپیان شول.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په مظاهره کې د یو شمېر مظاهره چیانو وژل کېدل د مظاهره کوونکو د بې پروګرامۍ او د پولیسو د بې تجربه ګۍ ښکارندويي کوي.

افغانستان ما:

افغانستان ما خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د چهارشنبې تر خونړۍ پېښې ورسته د امریکا د ملي امنیت سلاکار له خپل افغان سیال سره په ټلیفون خبرې کړې دي او محمد حنیف اتمر مک مسټر ته ویلي چې د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون په چوکاټ کې د لوړې کچې سلا مشورو ته اړتیا ده.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې دواړو لوریو ژمنه کړې چې په نېږدې ورځو کې به د امنیتي تړون په چوکاټ کې دغه سلا مشورې پیل شي.