د جاریحه وسایلو ګرځول څه ستونزې جوړولای شي؟

د چاقو، برچې، بکس پنجې او نورو جاریحه وسایلو درلودل په افغاني ټولنه کې اوس یوه عادي خبره ده.

یو شمېر ځوانان دغه وسایل د نورو د ویرولو او په ټولنه کې د ځان د ثابتولو په خاطر په جیبونو کې ګرځوي.

دوی ډېر وخت جنګ په پیسو غواړي او چېرته چې د بل کس وړه ستونزه وي یا خپله دوی له ستونزې سره مخ کېږي، د غټولو او د ځان په ګټه د تمامولو هڅه یې کوي چې په پایله کې یې ډېر کله دغه ځوانان زخميان کېږي، وژل کېږي او یا هم د زندان د تمبو شا ته لېږل کېږي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ facebook.com/TandySangy:

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولای شئ hewadm@rferl.org:

یادونه: "تاندې څانګې"د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه د هرې شنبې په ورځ د دوه بجو او د سې شنبې د ورځې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپرېږي:

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې