ایمر جنسي:د کابل پرونۍ مظاهره کې ۴ تنه وژل شوي ۱۵ ټپيان دي

د کابل ښار ایمرجنسي روغتون وايي چې په پرونۍ مظاهره کې د تشدد له امله لږترلږه څلور تنه وژل شوي او پینځلس تنه زخمیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د روغتون د چارواکو په حواله ویلي چې مظاهره دوی ته نېږدې وه او زخمیان د درملنې لپاره ور لېږدول شوي دي.

نړیوال خبري اژانسونه وايي چې په پرونۍ مظاهره کې نېږدې زرو تنو ګډون درلود او په کابل کې د وروستۍ چاودنې د یوشمېر قربانیانو عکسونه یې لېږدول.

رويټرز خبري اژانس وايي، یوشمېر کسانو د ارګ ماڼۍ ته پر پرتو امنیتي کمربندونو د ور اوښتو هڅه کوله او پولیس يې د اوبو پاشلو او اوښکې بهونکي ګاز استعمال ته اړ کړل.

خو په دې اړه چې په مظاهره کې ولې او د چا له لوري ډزې شوې، ضد اونقیض رپوټونه ورکول کېږي.