د اسلامي فرهنګ او اړیکو سازمان د کابل چاودنه وغندله

د اسلامي فرهنګ او اړیکو سازمان د افغانستان په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د روژې په څېر مبارکې میاشت کې د بې ګناه انسانانو وژل په عصري نړۍ کې د جاهلانو او د انسانیت د دښمنانو کار دی.

دې سازمان په کابل کې د چهارشنبې د ورځې چاودنه په شدت غندلې او د افغانستان خلکو ته یې د صبر غوښتنه کړې ده.

د دې سازمان په خبرپاڼه کې چې پرون جمعه خپره شوې، راغلي چې د مسلمانانو پرخاوره د تشدد خپرول داسلامي اصولو خلاف او شیطاني کار دی.

په کابل کې د چهارشنبې په ورځ په درنه چاودنه کې لږترلږه ۸۰ تنه ووژل او ۴۶۰تنه زخمیان شول.

د اسلامي فرهنګ او اړیکو سازمان د ایران د فرهنګ او اسلامي ښوونې وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي.