افغان حکومت: مظاهره چیان دې خپلې غوښتنې په سوله ییزه توګه مطرح کړي

افغان حکومت له مظاهره چیانو غوښتي چې خپلې غوښتنې په سوله ییزه توګه له دوی سره مطرح کړي.

د افغان حکومت لوړپوړو چارواکو په کابل کې د جمعې په ورځ د یو لړ مظاهرو په دوام له خلکو وغوښتل چې اوسنی وضعیت درک کړي او په سوله ییزه توګه دې خپلې غوښتنې مطرح کړي.

د ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې له مظاهره چیانو غوښتي چې موقع طلبه خلکو ته وخت ورنه کړي څو د هغوی لیکو ته ورګډ شي او تاوتریخوالي ته په لمن وهلو خپل اهداف ترلاسه کړي.

ارګ ماڼۍ دا ژمنه هم کړې ده چې د خلکو پر ضد د جنایاتو له عاملینو سره به قانوني چلند وکړي.

جمهوري ریاست پولیسو ته امر کړی چې له مظاهره چیانو سره دې تاوتریخوالي نه کوي.

د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په یوه ویډیويي پیغام کې له خلکو وغوښتل چې وضعیت دې درک کړي او په ارامۍ سره دې خپلې غوښتنې له حومتي چارواکو سره مطرح کړي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"له هغو خلکو چې ادعا لري او مشروع غوښتنې لري غواړو چې موږ ته خپل استازي را معرفي کړي، د حکومت په هره کچه کې چې وغواړي چارواکي ورسره خبرې کوي څو قناعت یې د نن ورځې د مسلې په اړه حاصل شي، هره قانوني غوښتنه چې ولري کتنه به ورته وشي."

په کابل کې یو شمېر کسانو د چهارشنبې ورځې چاودنې په غبرګون چې پکې پنځه سوه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته د جمعې په ورځ مظاهره وکړه او غوښتل یې د ارګ په لوري لاړ شي خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

په دې مظاهره کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

افغان امنیتي ادارو د حقاني شبکه او د پاکستان استخباراتي ډله ای اس ای د چهارشنبې ورځې د حملې مسؤله بولي خو اسلام اباد ویلي چې افغانستان د خپلو ناکامیو په خاطر پاکستان ملامتوي.

په کابل کې مظاهره چیانو بیا د افغان حکومت پر ضد شعار ورکاوه او د چهارشنبې ورځې د بمي چاودنې د عاملینو د نیولو او د حقاني شبکې د بندیانو اعدام یې غوښت.

کابل پرونۍ مظاهره.

امنیسټي انټرنیشتل یا د بخښنې نړیوال سازمان بیا له مظاهره چیانو سره د امنیتي ځواکونو په چلند تُند غبرګون ښودلی دی.

امنیسټي انټرنیشنل د مې یو دېرشمې بمي چاودنې د ژر تر ژره څېړنې غوښتنه کړې ده او همداراز یې ویلي چې د جمعې په ورځ مظاهره چیانو ته د مرګ ژوبلې عاملین محکمې ته کش شي.

د دغه سازمان د جنوبي اسیا د برخې رئیس بیراج پتنایک وویل:

"امنیتي ځواکونو په هغو مظاهره چیانو ډزې وکړې او زورزیاتی یې ورسره وکړ چې د مې یو دېرشمي بمي چاودنې به غبرګون پورته شوي و، داسې رپوټونه دي چې ډېر کم شمېر مظاهره چیانو پولیس په ډبرو وویشتل خو دا خبره دا نه شي توجیه کولای چې بېرته دومره سخت مرګونی ځواب ورکړل شي."

د کابل د جمعې ورځې په مظاهره کې یو شمېر سیاستوالو هم برخه اخیستې وه.

له هغې ډلې احمد ضیامسعود او لطیف پدرام د یادولو دي.

احمدضیا مسعود وویل چې غواړي موقت حکومت اعلان کړي او د دې غوښتنې تر پوره کېدو پورې به دا مظاهرې روانې وي.

په کابل کې دا لومړۍ مظاهره نه ده چې په تاوتریخوالي بدلېږي.

تر دې مخکې هم څو واره په کابل کې مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتې دي.

له هغې ډلې د ترکمنستان د وارداتي برېښنا په اړه تر لانجو او د داعش په لاس د یو شمېر افغانانو تر وژنې وروسته مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي چې مرګ ژوبلې یې هم لرلې.

راپور: صفي الله ستانکزی