کابل ګارنېزیون: د پرونۍ مظاهرې یو شمېر کسانو سره وسلې وې

د کابل ښار پرونۍ مظاهره.

د کابل د ګارنېزیون مشر جنرال ګل نبي احمدزی وايي، قانوني مظاهرې د خلکو حق دی چې د سوله ییز اعتراض د څرګندولو لپاره وي او دا کار په توپ او ټوپک نه کېږي.

جنرال احمدزي ټینګار وکړ چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به هېڅ کله پر خپلو ملکي خلکو ډزې ونه کړي خو په پرونۍ مظاهره کې له قانونه سرغړونه شوې، پرامنیتي ځواکونو ډزې شوې او یو شمېر عسکر حتی زخمیان شوي دي.

ګل نبي احمدزی.

جنرال ګل نبي احمدزي زیاته کړه:

"تاسو په مظاهره کې لیدلي چې مسلح کسان وي؟ متاسفانه، یوشمېر کسان له توپکو او له توپانچو او وسلو سره راغلي وو، له موږ سره اسناد موجود دي."

جنرال ګل نبي احمدزي زیاته کړه چې حکومت ته د اعتراض او نارضایتي رسولو هڅه د هر افغان حق ګڼي خو تشدد او وسلې ته لاس اچول یې قانوني او مناسبه لار نه ده.

هغه وویل، په افغانستان کې د مظاهرو او د خلکو د سوله ییزو اعتراضونو ځانګړي قوانین او اصول شته چې باید مراعت شي.

د کابل د ګارنېزیون مشر وویل چې د پرونۍ مظاهرې جوړونکو امنیتي ادارو ته هېڅ ډول معلومات نه وو ورکړي.

د کابل ښار پرونۍ مظاهره.

جنرال ګل نبي احمدزي زیاته کړه:

"زه قوماندان د ګارنېزیون یم چې د همکاهنګۍ مسئول یم خو له موږ سره چا مشوره نه ده کړې، حتی موږ تقاضا وکړه چې مشوره وکړو خو هېڅ څوک موږ پېدا نه کړل، زه هیله لرم چې زموږ مشران دې خبرې ته متوجه شوي وي، امېد لرو چې سبا به دا حرکت نه وي او نشته ان شاءالله، دا یو احساساتي عمل و، ممکن له یوې خوا، له یوه طرفه دا کار وشو، د ځوانانو له پاکو احساساتو منفي استفاده وشوه."

د کابل د ګارنېزیون مشر جنرال ګل نبي احمدزي بېګا د استخباراتي معلوماتو پراساس، خبریالانو ته وویل چې د "وطن دښمنان " د خلکو پر غونډو، مظاهرو او جلسو د تروریستي حملو پلانونه لري او امنیتي ځواکونه په فوق العاعده عملیاتو لګیا دي، نو له دې امله دي، خلک د یوې مودې لپاره له غیرقانوني اعتصابونو، مظاهرو او جلسو ډډه وکړي.

خو د پرونۍ مظاهرې یوه ګډون کوونکي او د مدني ټولنې یوه فعال عزیز رفیعي ازادي راډیو ته وویل چې حکومتي ادارو ته د پرونۍ مظاهرې د پلان په اړه معلومات ورکړ شوي و.

ښاغلي رفیعي وویل، امنیتي ځواکونه د پرونۍ مظاهرې دامنیت په ټینګولو کې ناکام شوو او "مغرضو" ډلوته یې لار ورکړه چې له دې حرکته چې په ابتدا کې ملي او سوله ییز و، منفي ګټه واخلي.