یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو د کابل پرونۍ مظاهرې په اړه تبصرې کړي

امريکايۍ ورځپاڼې سټارس اينډ سټرايپس په خپله تازه ګڼه کې د کابل پر پرونۍ مظاهره ليکنه خپره کړې ده.

د دې مظاهرې په لړ کې پوليسو د مظاهره چيانو د تيت-پرک کولو لپاره هوايي ډزې هم وکړې.

په مظاهره کې مرګ ژوبله هم پېښه شوې ده.

ورځپاڼه ليکي، دا مظاهره د چهارشنبې له موټربم حملې وروسته وشوه چې له ٢٠٠١میلادي کال راهيسې يوه له تر ټولو خونړيو تروريستي حملو ګڼل شوې ده.

په سلګونو کسانو په دې مظاهره کې د قربانيانو لپاره د عدالت غوښتنه کوله، دغه راز يې شعار ورکاوه چې حکومتي مشران دې استعفى وکړي.

دوى ويل چې دغه حکومتي چارواکي نه دي توانېدلي د امن برابرولو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

د مظاهرې برخوالو د حقاني شبکې د بنديانو د اعدام غوښتنه هم کوله.

د سټارس اينډ سټرايپس ورځپاڼې په باور، سره له دې چې کومې ډلې د چهارشنبې ورځې د حملې مسؤليت نه دى منلى، خو افغان مقاماتو تور لګولى چې د طالبانو دغې سخت دريځې څانګې د پاکستان د استخباراتو په مرسته دغه حمله کړې ده.

سټارس اينډ سټرايپس زياتوي، افغان چارواکو له اوږدې مودې راهيسې پر پاکستان تور پورې کړى چې د حقاني شبکې له غړو سره مرسته کوي، خو پاکستان په وار- وار دغه ادعاګانې رد کړې دي.

واشنګټن پوسټ »Washington Post»

بلې امريکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ هم د کابل پر پرونۍ مظاهره په يوه ليکنه کې دې ټکې ته اشاره کړې چې مظاهره چيانو هڅه وکړه، د جمهوري رياست د ماڼۍ پر لوري لاړ شي، خو پوليسو يې د مخنيوي لپاره هوايي ډزې وکړې.

مظاهره چيانو پر پوليسو د ډبرو ګوزارونه کول، خو په ځواب کې يې پوليسو پر دوى اوښکي بهوونکي ګاز وکارول او اوبه يې وشيندلې.

د واشنګټن پوسټ په ليکنه کې ويل شوي چې مظاهره چيانو له ځانونو سره داسې بنرونه لېږدول چې د چهارشنبې ورځې د حملې د قربانيانو عکسونه په کې ښکارېدل.

د ورځپاڼې په ليکنه کې د چهارشنبې د چاودنې د وژل شويو شمېر ٨٠ تنه او د ټپيانو تر ۵٠٠ زيات ښوول شوى دى.

دغه چاودنه د کابل په يوه خوندي سيمه کې په يوه ټانکر کې د ځاى پر ځاى شويو منفجره موادو په مرسته شوې ده.

فارين پاليسي «Foreign Policy»

فارين پاليسۍ خپرونې پرون جمعه تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې، افغانستان پاکستان د کابل د وروستۍ خونړۍ حملې په پلان تورن کړ.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي، د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست د چهارشنبې تر چاودنې څو ساعته وروسته په يوه اعلاميه کې وويل دا حمله حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتو په مرسته کړې ده.

د خپرونې په حواله، دا يو فوق العاده خو د منلو وړ تور دى.

فارين پاليسي زياتوي، د پاکستان استخباراتي اداره يا ISI په نورو تروريستي حملو کې هم په لاس لرلو تورنه ده، لکه په ٢٠٠٨م کال د هند په ممبۍ کې حمله چې لښکر طيبه ترويستي ډلې کړې وه.

خپرونې زياته کړې، ISI د طالبانو په تشکيل کې هم همکاري کړې او په ١٩٩٠مو کلونو کې يې د دوى د رهبر ملا محمد عمر په ملاتړ او مالي همکارۍ کې هم مرسته کړې وه.

خو پاکستاني چارواکو تر دې مخکې دغسې تورونه رد کړي دي.