اتمر: د کابل چاودنه د افغانستان له پولو بهر پلان شوې

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له خپل امریکايي سیال مک مستر سره په ټلیفوني تماس کې ویلي په کابل کې چهارشنبې د ورځې برید د افغانستان له پولو بهر پلان شوی و.

ښاغلي تمر ویلي دا برید د افغانانو پر ضد یوه لویه دسیسه وه.

د ملي امنیت د شورا په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان او امریکايي چارواکي به په نېږدې راتلونکې کې ددواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي تړون په رڼا کې له افغانانو څخه ددفاع پر ګټورو لارو چارو خبرې وکړي.

په کابل کې د چهارشنبې د ورځې په خونړی حمله کې شااوخوا نوي کسان ووژل شول او څه د پاسه ۴۰۰ نور ژوبل شول.