اسرائیل د ټرمپ تصمیم خواشیني کړي خو فلسطین یې هرکلی کړی

سپینه ماڼۍ وايي، د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه کړې چې په اسرائیل کې د امریکا سفارت لږترلږه د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په تل ابیب کې پاتې شي.

د امریکايي چارواکو په وینا د ټرمپ دا پرېکړه د فلسطیینیانو او اسرائیلو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي چانس تر ډېره راکموي.

سپینه ماڼۍ وايي چې تر راتلونکو شپږو میاشتو په تل ابیب کې د متحدو ایالاتو د سفارت د پرېښودو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه د اسرائیلو له ملاتړ څخه د مخ ګرځولو په معنا نه ده.

ښاغلي ټرمپ پرون هغه حکم چې له مخې یې په اسرائیل کې د متحدایالاتو سفارت لږترلږه د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په تل ابیب کې پاتې کېږي لاسلیک کړ.

ډونالد ټرمپ.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي دي چې دا اقدام د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې د موافقې چانس زیاتوي خو بیان یادونه کوي چې د امریکا سفارت به بالاخره بیت المقدس ته ولېږدول شي.

اسرائیلو پر دې پرېکړه خواشیني څرګنده کړې او د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې که څه هم اسرائیل بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د نه لېږدولو د پرېکړې له کبله خواشینی دی، خو له اسرائیلو سره د ولسمشر ټرمپ د دوستۍ د څرګندولو او په راتلونکي کې د دې پرېکړې د عملي کولو د ژمنې له وجې خوشاله دی.

د فلسطینۍ ادارې د مشر محمود عباس یوه ویاند نبیل ابوردینه Nabil Abu Rdeneh د ولسمشر ټرمپ پرېکړه مهمه وبلله او ویې ویل، دا اقدام ښيي چې امریکا د منځني ختیځ د سولې په مسئله کې جدي ده.

اسرائیل کې د امریکا سفارت.

فلسطینیان بیت المقدس د خپل راتلونکي هېواد پلازمېنه ګڼي او اسرائیلو چې ختیځ بیت المقدس یې له خپل قلمرو سره ضمیمه کړی، ټول دا ښار د خپلې پلازمینې په توګه اعلان کړی دی خو نړیوالې ټولنې د اسرائیلو دا اقدام په رسمیت نه دی پېژندلی او د نړۍ د ډېری هېوادونو سفارتونه هم په تل ابیب کې دي.

ښاغلي ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې د انتخاباتي کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه چې بیت المقدس ښار به د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني او د امریکا سفارت به هلته ولېږدوي.