زکریا: د افغانستان د ناامنیو تر ټولو زيات اغېز پر پاکستان کېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ملي امنیت د ادارې هغه تورونه رد او بې بنیاده بللي چې وايي د کابل په خونړي برید کې له حقاني شبکې سره د پاکستان د استخباراتي ادارې لاس و.

یاد وزارت زیاتوي، افغانستان باید د سولې او ثبات په لړ کې د پاکستان پر نیت شک ونه کړي او ټینګار کوي چې پاکستان به هېڅکله داسې ګام پورته نه کړي چې له مخې یې په افغانستان کې سولې ته زیان ورسېږي.

دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې پخپلې اوونیزې خبري غونډه کې خبریالانو ته د وینا پر مهال کړي.

ښاغلي زکریا دا څرکندونې تر هغې وروسته کړي چې د چهارشنبې په ورځ د کابل دوزیر اکبر خان سیمې په ډيپلوماټیکه ساحه کې د موټر بم چاودنه شوه چې لږ تر لږه ۹۰ کسان یې ووژل او تر ۴۰۰ زیات یې ټپیان کړل.

د کابل د چهارشنبې ورځې چاودنې عکس.

که څه هم تر دې دمه لا کومې وسله والې ډلې په کابل کې ددغه خونړي برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي چې دا برید حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتي ادارې په مرسته او همکارۍ په پاکستان کې پلان کړی دی.

خو نفیس زکریا دغه تورونه رد کړل او دا یې بې بنسټه وبلل.

نوموړي پخپله اوونیزې خبري غونډه کې ویلي چې پاکستان پخپله د ترهګرۍ قرباني دی او زیاتوي چې کله په افغانستان کې د ناامنۍ پېښه رامنځته کېږي، نو تر ټولو زيات اغېز يې پر پاکستان کېږي.

ښاغلي زکریا همداشان د کوم هېواد او کړیو په نوم نه اخیستو ادعا وکړه، هغه کړۍ چې په افغانستان کې له سولې او ثبات سره علاقه نه لري، د پاکستان او افغانستان اړیکو ته زیان رسول غواړي:

"موږ د افغانستان له خوا بې بنیادونه تورونه ردوو، د سولې د کوښښونو لپاره دا روش ګټور نه دی، پاکستان پخپله د ترهګرۍ نه اغېزمن شوی دی او د ترهګرۍ په ضد جګړه کې موږ بې مثاله قربانۍ ورکړي، پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه تر ټولو زیاته برخه لري او زما په خیال چې کله په افغانستان کې کومه ترهګریزه پېښه وشي، نو د پاکستان نه زیات بل یو هېواد هم نه اغېزمن کېږي."

افغانستان او پاکستان په دې وروستیو کې پر یو بل پرله پسې تورونه لګوي چې خاوره یې د یو پل پر ضد کارېږي او وسله وال ترهګر پکې د بریدونو پلانونه جوړوي.

که څه هم د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو په کابل کې دغه خونړی برید غندلی، خو افغان حکومت تل وايي چې حقاني شبکه او د افغان حکومت نورې مخالفې وسله والې ډلې په پاکستان کې مرکزونه او پټنځایونه لري چې له هغه ځایه پر افغانستان بریدونه پلانوي.

خو پاکستان بیا وايي چې په خپل هېواد کې یې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې په ګډون ټولې وسله والې ډلې په نښه کړي او ټینګار کوي چې خپله خاوره به د هېڅ چا پر ضد کارېدو ته پرې نه ږدي.

راپور: ذبیح مومند