فعالان: په کومو حملو کې چې پاکستان لاس لري باید سفارت يې ځواب ووايي

یو شمېر مدني فعالانو په کابل کې د چهارشنبې د ورځې د خونړۍ پېښې په غبرګون کې په اعتراض لاس پورې کړ او د خلکو لپاره يې د عدالت غوښتنه وکړه.

یادو مدني فعالانو اعتراض وکړ چې افغان حکومت د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی او خلک هره ورځ د ترورستي حملو قرباني کېږي.

دغه مدني فعالانو د پنجشنبې د ورځې په اعتراضیه غونډې کې چې د کابل په شهرنو پارک کې جوړه شوې وه وویل چې باید د پاکستان د حملو په وړاندې ورته عمل وشي او له امریکا سره دې د شوي امنیتي تړون په اړه هم د دواړه لوریو له خوا وضاحت ورکړل شي.

یوې مدني فعالې حمیدې ورګ چې په دې اعتراضیه غونډه کې يې خبرې کولې داسې وویل:

"زموږ غوښتنه داده چې له دې وروسته غندنې د خلکو درد نه دوا کوي، په کومو حملو کې چې پاکستان لاس لري باید سفارت يې ځواب ووايي او د امریکا سفارت او افغان حکومت دې د امنیتي تړون په اړه افغانانو ته وضاحت ورکړي."

دا اعتراضونه داسې مهال کېږي چې تېره ورځ په کابل ښار کې موټر بم چاودنې لسګونه ملکي وګړي ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.