حقاني: هغه کسان چې د کابل خونړۍ پېښه روا ګڼي کافر دي

د ننګرهار ديني علماو شورا د کابل خونړۍ پېښه په سختو ټکو وغندله او طرحه کوونکي يې کافر وبلل.

د دې شورا په لسګونو ديني علماو چې د پنجشنبې په ورځ په ننګرهار کې سره راتول شوي و، وويل یوازې د کابل پرونۍ پېښه نه ده چې په کې عام او بېګانه خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، له دې وړاندې په ټولو چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې تل ملکي او غریب خلک قرباني شوي دي.

دغو دیني علماو وويل دوی نور چپ نشي پاتې کېدلی او په یوه غږ يي وویل په افغانستان کې روانه جګړه حرامه ده او د دې جګړې دوام د اسلام په زیان دی.

د ديني علماو شورا مشر او د حج او اوقاف رئيس مولوی عبدالظاهر حقاني وويل هر هغه څوک چې دغه ډول خونړیو پېښو ته جهاد وايي هغه کافر دي:

"شریعت دغسې بریدونه حرام ګڼي ځکه په دې بریدونو کې ماشومان،زنانه او ټول عام خلک قرباني کېږي او هر هغه څوک چې دا ډول بریدونو ته جهاد وايي هغه کافر دي."

دغو ديني علماو پر نورو اسلامي هېوادونو غږ وکړ چې د خپل مسؤلیت له مخې دې پر هغه هېواد چې د وسله والو ډلو حمایت کوي، فشار پرې راوړي تر څو د دې ډلو د روزنې لاس واخلي.

د ننګرهار ديني علما داسې مهال په هېواد کې د روانو چاودنو او پېښو پر ضد خپل غږ پورته کوي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ کابل کې موټربم چاودنې لسګونه کسان ووژل او سلګونه نور یې ټپیان.