ارګ: د پاکستان مداخلې په اړه اسناد به د کابل غونډه کې مطرح شي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د افغانستان په چارو کې د پاکستان د مداخلې په اړه ټول اسناد او شواهد به د کابل په غونډه کې مطرح کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند نجیب ازاد نن ازادي راډیوته وویل چې دا غونډه یو ښه فرصت دی څو د افغانستان حکومت د دې غونډې ګډونوالو ته د پاکستان د مداخلې په اړه شکایت وړاندې کړي.

دی وایي، د تېرې ورځې د خونړۍ چاودنې په اړه به د ملګروملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي.

د ده په وینا د کابل په امنیتي غونډه کې به د ۲۴ هېوادونو او درېیو نړیوالو سازمانانو استازي ګډون وکړي.

دا غونډه د جون پر شپږمه جوړېږي.