پسرلی: کابل کې چاودنې خصوصي سکټور ته ۱۰ میلیونه ډالره زیان اړولی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي، د کابل په پرونۍ خونړۍ چاودنه کې خصوصي سکټور ته شااوخوا ۱۰ میلیونه ډالره مالي زیان رسېدلی دی.

د دې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې په هغې حملې کې لویو ادارو لکه د روشن مخابراتي شرکت، د کابل سټار هوټل، غضنفر بانک او لسګونو نورو شرکتونو ته مالي زیان رسېدلی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي، پرونۍ چاودنۍ د پېښې له سیمې څخه تر دوه کېلو متره پورې شااوخوا سیمې تخریب کړې دي.

دوی په افغانستان کې د ناامنیو د ډېرېدو له کبله اندېښنه ښیي او وایي، د داسې وضعیت دوام به په ځانګړي ډول په پلازمېنه کې د پانګه‎والو او سوداګرو پر وړاندې ستونزې او خنډونه ډېر کړي.