ځاځی: په افغانستان کې روانه جګړه جهاد نه بلکې تپل شوې جګړه ده

د خوست دیني عالمانو، قومي مخورو او اوسېدونکو د کابل د چهارشنبې ورځې او په خوست کې د روژې د اولې ورځې مرګونې او خونړۍ پيښې وغندلې او په دې پېښو کې د وژل شویو له کورنیو او ټپیانو سره‌يې خپله خواخوږي او همدردي څرګنده کړه.

نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د یادو پېښو د غندنې او فاتحې په مراسمو کې دیني عالمانو او قومي مشرانو ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې روانه جګړه جهاد نه بلکې یوه سیاسي او تپل شوې جګړه ده.

دوی زیاتوي چې د مسلمانانو وژنه په هېڅ دین او ايين کې جواز نه‌لري او کبیره ګناه ده.

د مراسمو ګډونوالو ټینګار وکړ، که چېرې افغانان په خپلو کې متحد نه‌شي، نو دا ډول پېښې به روانې وي.

په خوست کې د مجاهدینو شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ وايي، دا ډول پېښې د هغه چا له‌خوا رامنځته کېږي چې په افغانستان کې اسلامي نظام او د امنیتي ځواکونو موجودیت نه‌شي زغملی.

مولوي سردار ځدراڼ زیاتوي:

"د افغانستان د اسلامي جمهوریت سره جنګ موږ جهاد نه‌بولو، دې ته عقیدوي او مذهبي رنګ نه‌شو ورکولای، بلکې دا موږ یو سیاسي او په افغانانو تپل شوی جنګ بولو، دا د هغو استخباراتي کړیو له‌خوا پر افغانانو تپل شوی جنګ دی چې هغوی په افغانستان کې اسلامي نظام، د افغانانو تر منځ یووالی او اتحاد او دلته زموږ اردو او نظام نه‌شي برداشت کولای، د هغوی له‌خوا دا جنګ پر موږ باندې تپل شوی دی."

د خوست د علماوو شورا رئيس مولوي شاه محمد محمدي په دا ډول د مسلمانو وژنه ناروا او کبیره ګناه بولي او زیاتوي چې دا پېښې په هېڅ دین او مذهب کې جواز نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کابل ښار کې موټر بم چاودنې لسګونه کسان ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړ.