غزني کې د ۳۸ کسانو د ترور په تور ۲ غلچکي بریدګر نیول شوي

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه‌يې د دغه ولایت په مرکز کې هغه دوه غلچکي برید کوونکي نیولي چې ۳۸ کسان‌يې وژلي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فیهم امرخېل نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې یاد بریدګر تېره شپه د غزني ښار به کلایګري سیمه کې نیول شوي دي.

نموړی وايي، دغو کسانو تر دې وړاندې ۳۸ دولتي او ملکي کسان ترور کړي او په خبره‌یې چې اوس تر عدلي تعقیب لاندې دي او له قانون سره سمه جزا به ورکړل شي.

امرخېل وايي، دغه نیول شي کسان په وسله‌والو طالبانو پورې اړه لري.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.