امرخېل: د غزني د ګیرو ولسوالۍ د سقوط مخه ونیول شوه

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د یاد ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د یوې نښتې پر مهال د یو شمېر طالب قوماندانو په ګډون ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور پپيان شوي دي.

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې یاد وسله‌وال تېره شپه د ګيرو ولسوالۍ پر یو شمېر امنیتي پوستو د حملې پر مهال ووژل شول.

امرخېل زیاته کړه چې وسله‌والو طالبانو غوښتل ګیرو ولسوالۍ ته سقوط ورکړي چې مخه‌یې ونیول شوه.

نوموړي زیاته کړه چې د یادې حملې پر مهال دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.