کلېنټن: ګومان کوم چې د ټرمپ کمپاین به روسیې ته لارښوونه کړې وي

هېلري کلېنټن وایي، دا ګومان کوي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ کمپاین به د روسیې حکومت ته لارښوونه کړې وي چې په څه ډول د تېر کال د ولسمشرۍ پر انتخاباتو اغېز وکړي.

د ولسمشرۍ لپاره د ډموکراټ ګوند پخوانۍ کاندیدې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د روسیې حکومت غوښتل چې د دې په اړه غلط معلومات خپاره کړي خو نه‌پوهېده چې له دغو معلوماتو په څه ډول د یوې ښې وسیلې په توګه کار اخیستلی شي.

د هغې په وینا په دې برخه کې هغو امریکایانو او نور چې پوهېدل کله دغه معلومات خپاره شي، ورته لارښوونه ورکړې ده.

کلېنټن زیاته کړه، موږ له روسیې سره له انتخاباتو مخکې د انتخاباتي کمپاین په جریان کې او له انتخاباتو وروسته د ټرمپ د کمپاین د چارواکو او د ټرمپ د همکارانو د اړیکو په اړه ورځ تر بلې زیات معلومات لاس ته راوړو او ډېر ژر ښایي دا وموندو چې روسیې ته چا لارښونه کړې ده.

نوموړې دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر دې کوي چې دواړو ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې ډموکراتانو چې انتخابات بایللي له ځانه‌یې د روسیې او د ټرمپ د کمپاین تر منځ د پټو اړیکو په اړه ادعاوې کړې دي.

ټرمپ د کلېنټن د دغو څرګندونو په اړه په خپله ټویټرپاڼه کې هېلري کلېنټن بدخلقه یاده کړې او ویلي یې دي چې هغه له ځان پرته اوس پر هر چا تور لګوي او دا نه‌مني چې یوه بده کاندیده وه.