ټرمپ غني سره د کابل د پېښې په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان له جمهور رئیس اشرف غني سره د کابل د پرونۍ پېښې په اړه په ټیلیفون خبرې وکړې.

ولسمشر ټرمپ دا خونړۍ پېښه وغندله.

ده وویل چې متحده ایالات به د افغانستان د حکومت او خلکو ملاتړ ته ادامه ورکوي.

د افغانستان د حکومت د رسنیو د مرکز د راپور له مخې پرون په کابل کې چاودنې ۹۰ تنه ووژل او تر ۴۰۰ ډېر یې ټپیان کړل.

ولسمشر اشرف غني تېره شپه د دې پېښې په اړه په خپله وینا کې چې د ملي ټلوېزیون له لارې خپره شوه د افغانانو پر یووالي ټینګار وکړ:

"زه پر ټول ملت، علماو، سیاسي مشرانو، ملي شورا، رسنیو، ښځو، مدني ټولنو او ځوانانو غږ کوم چې په یو ملي تحریک کې د خپل منتخب حکومت تر څنګ ودرېږئ او د افغانستان د دښمنانو پر ضد یو منظم صف جوړ کړئ."

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې په کابل کې پرونۍ چاودنه حقاني شبکې د پاکستان د "ای اېس ای" استخباراتي ادارې په ملاتړ کړې ده.