پاریس کې د ایفل برج څراغونه کابل کې د چاودنې په ویر مړه شول

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ایفل برج څراغونه تېره شپه د کابل د چهارشنبې د خونړۍ چاودنې د ویر لپاره مړه شول.

د پاریس ښاروال ان هیلد الغو وویل، له کابل سره په دې شکل خپله خواخوږي څرګندوو.

د ایفل برج چې درې سوه څلرویشت متره لوړ دی، په ۱۸۸۹ میلادي کال کې جوړ شو.

کله چې په نړۍ کې ډېره مهمه خونړۍ ترورېستي پېښه وشي، نو د دې برج څراغونه مړه شي او پاریس په دې ډول په ماتم کې شریک شي.