د م.م امنیت شورا کابل کې درنه چاودنه ناوړه او ډارنه حمله وبلله

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې پرونۍ درنه چاودنه وغندله، هغه‌یې یوه ناوړه او ډارنه حمله وبلله او له ټولو هېوادونو یې وغوښتل چې د عاملینو د موندلو او عدالت ته د راکاږلو لپاره‌یې د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو ۱۵ کسیزې امنیت شورا په هغې اعلامیه کې چې پرون‌یې خپره کړې ویلي چې ترورېزم که په هره بڼه او د هر هدف لپاره وي، نړیوالې سولې او امنیت ته جدي ګواښ دی.

د کابل د تېرې ورځې د خونړي برید د قربانیانو شمېر ۹۰ تنو ته رسېدلی دی.

که څه هم د دغه برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه‎دی اخیستی خو د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، دغه برید حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتو د ادارې په ملاتړ کړی دی.