د ارزګان ولایتي شورا: طالبان لا هم د ترینکوټ په یو کېلو مترۍ کې دي

د ارزګان ولایتي شورا وايي، لاهم مرکز ترینکوټ او ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې دي او په دغه ولایت کې د خالد په نوم پیل شویو عملیاتو کومه پایله نه‌ده ورکړې.

د یاد ولایت د ولایتي شورا غړي عبدالکریم خادم‌زوی د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت مقام ودانۍ ته لاهم په یو کېلو مترۍ کې وسله‌وال طالبان شتون لري او افغان امنیتي ځواکونه چې له تېرو لسو میاشتو راهیسې کوم عملیات د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په موخه پیل کړي کومه نتیجه‌يې نه‌ده ورکړې او تش په نوم دي.

ښاغلي خادم‌زوی زیاته کړه:

"تاسې وګورئ د ترینکوټ ښار څلور خواوې وسله‌وال طالبان راګرځېدلي دي په یو کېلو مترۍ کې هره ورځ لسګونه پولیس وژل کېږي، خو پرمختګ‌يې هېڅ هم نه‌شته، ورځ په ورځ نیول شوي سیمې بېرته خوشې کېږي."

په ورته وخت کې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست رحمت‌الله صدیقي وايي چې د ترینکوټ ښار له څنډو يې جګړه لیرې کړې او ګڼې سیمې يې له وسله‌والو طالبانو څخه تصیفه کړې دي.