جمهوري ریاست وايي چې د کابل د خونړۍ پېښې په اړه څېړنه کوي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د کابل د نننۍ خونړۍ پېښې په اړه څېړنه کوي او هغه کسان به مجازات کړي چې په پېښه کې لاس ولري.

د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډيو ته وویل چې د حکومت ادارې د پېښې د پلټنې په اړه لاس په کار شوې دي.

ښاغلی مینه‌پال زیاتوي:

"د دې مسئلې هر اړخیزه څیړنه کوي، په دې پېښه کې که هر چا ناغېړي کړې وي او کوم کسان چې په پېښه کې لاس لري هغوی به مجازات کېږي د حکومت ادارې لاس په کار شوې دي او د پېښې څېړنه کوي."

د کابل ښار نننۍ پېښه چې په ملي او نړیواله کچه وغندل شوه د چارواکو په وینا ۸۰ تنه په‌کې وژل شوي او له ۳۵۰ څخه زیات کسان په‌کې ټپيان شوي دي.

که څه هم طالبانو په دې پېښه کې لاس درلودل رد کړي، خو داعش ډلې الجزیزې ټلوېزیون ته په څرګندونو کې د دې پېښې مسؤلیت منلی.