د کابل په وزیر اکبر خان کې د نننۍ چاودنې په اړه بېلابېل غبرګونونه

  • افغان حکومت

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کابل نننۍ پېښه غندلې ده.

په اعلامیه کې له نړیوالو په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو څخه غوښتل شوي چې د ترورېستي ډلو د ملاتړو پر ضد تر پخوا فشارونه ډېر کړي او اجازه ورنه‎کړي چې له ترورېزمه د هېوادونو پر ضد د وسیلې په توګه کار واخلي.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر اشرف غني له قوله راغلي چې د وژل شویو کورنیو ته‌یې تسلیت ویلی او اړوندو ادارو ته‌یې سپارښتنه کړې څو د دې پېښې د ټپیانو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو څخه په استفادې بېړني ګامونه واخلي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا پېښه وغندله.

په اعلامیه کې د عبدالله له قوله ویل شوي چې د ترورېستانو دا ټول جنایات که هغه په افغانستان کې وي که بهر دا ضرورت مطرح کوي چې د دې پدیدې په وړاندې باید هر اړخیزه همکاري وشي.

  • طالبان

طالبانو هم د کابل نننۍ خونړۍ چاودنې ته غبرګون ښودلی دی.

دغه ډله ادعا کوي چې د طالبانو ډله په دې برید کې هېڅ لاس نه‌لري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې دوی په پېښه کې ښکېل نه‌دي او اجازه نه‌لري په هغو سیمو کې بریدونه وکړي چې هدف‌یې نه‌دی.

  • ناټو

په افغانستان کې د ناټو مأموریت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا برید د ملکیانو په وړاندې د پوره بې‌پروایۍ ښکارندوی او د دښمنۍ وحشي طبیعت دی چې د افغانستان خلک ورسره مخامخ دي.

د ناټو په اعلامیه کې راغلي چې دا برید د دښمنانو ریا کاري ښیي چې ادعا کوي یوازې افغان او بهرني امنیتي ځواکونه په نښه کوي، خو له‎دې سره سره د بې‎ګناه ملکي خلکو وژنې ته دوام ورکوي.

د ناټو اعلامیه زیاتوي:

"موږ د افغان امنیتي ځواکونو، په تېره بیا د افغان پولیسو زړورتیا ستایو چې په لومړیو شېبو کې د پېښې د قربانیانو سیمي ته د مرستې لپاره ورسېدل."

تر دې وړاندې د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د کابل د وزیر اکبر خان مېنې د نن سهار برید په کلکه غندي او د پېښې له قربانیانو سره‌یې خواخوږي ښودلې ده.

سټولټنبرګ ویلي چې د ترورېزم پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي.

جرمني:

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل د جرمني په نورمبرګ ښار کې د کابل د چاودنې په اړه وویل:

"زه د دې برید د قربانیانو او کورنیو سره یې خواخوږي لرم. په دې ډول حالاتو موږ ته لا جوتېږي چې ترورېزم سرحد نه پېژني او موږ ټول هدف ګرځوي. موږ په غمونو کې شریک یو او باید په پریکړو کې هم شریک اوسو . موږ به ټوله په اروپا، امریکا، افریقا او افغانستان کې چې د انسان په آزادۍ او وقار باور لرو ، د ترورېزم پر ضد مبارزه رهبري کوو او بریالي کېږو به."

د کابل تر چاودنې وروسته جرمني چارواکو د افغان کډوالو د هغې ډلې د ایستلو اقدام چې باید نن شوی وای، لغو کړ.

فیډریکا موگیریني:

د اروپایې ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فیډریکا موګیریني هم د یوې اعلامیي په خپرولو سره د کابل نننۍ پېښه غندلې او وایي، ټوله اروپا د افغانستان د خلکو او چارواکو سره خواخوږي لري.

د میرمن موګیریني ویاندې ماریا کاسیانچیچ په ټیلیفوني اړیکه کې ازادي راډیو ته وویل:

"په پلازمینه کابل کې تر تروریستي برید وروسته د ټولې اروپایي ټولنې فکر د افغانستان له خلکو چارواکو سره دی. موږ د بې ګناه وژل شویو له کورنیو او خپلوانو او هم د سلګونو ټپیانو سره خپل د زړه له تله خواخوږي ښیو او ټپیانو ته روغتیا غواړو .دا برید د روژې په مبارکې میاشت کې شوی چې ډېری خلک د عبادت او دعا په حال کې دي موږ اروپایې ټولنه یې په دعاوو کې شریک یو او هیله لرو چې سوله راشي. موږ به د سولې د ټینګښت لپاره کار وکړو. د افغانستان د حکومت او ټولو هغو افغانانو ترڅنګ دریږو چې په ګډه د ترورېزم پرضد چې نړیوال ګواښ دی مبارزه کوي."

  • هند

د هند صدراعظم نرېندرا مودي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا پېښه په کلکه غندي او د پېښې له قربانیانو سره‌یې خواخوږي ښودلې ده.

ښاغلي موډي لیکلي چې هند د ترورېزم پر وړاندې هر ډول مبارزه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

دی وایي، هغه ځواکونه چې له ترورېزمه ملاتړ کوي باید ماته ورکړل شي.

په کابل کې د هند سفیر منپریت واهرا ویلي چې دا چاودنه په کابل کې د هند سفارت ودانۍ په سل مترۍ کې شوې ده، خو وایي د دې سفارت ټول کارکوونکي خوندي دي.

د سفیر په خبره د نورو ودانیو تر څنګ د هند سفارت په ودانۍ کې ښیښې او دروازې ماتې شوې دي.

  • پاکستان

پاکستان د کابل په وزیر اکبر خان مېنه کې د نن سهار چاودنه په یوې اعلامیه کې غندلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي:

"دا ترورېستي برید چې د ډېرو کسانو د وژنې او ټپي کېدو سبب شوه غندو. موږ په دې غمجنه شېبه کې له خپلو افغان وروڼو سره یو."

  • ایران

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم دا چاودنه په کلکه غندلې ده.

د دغه وزارت ویاند بهرام قاسمي نن ویلي چې ایران به تل په سختو حالاتو کې د ګاونډي افغانستان تر څنګ ودرېږي.

قاسمي وایي، ترورېستي بریدونه چې هر ځای وي، د هرې ډلې له‌خوا او په هره پلمه، وحشي او د شرم وړ عمل دی چې باید په کلکه وغندل شي.

  • امریکا

په کابل کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو د دې پېښې د غندلو تر څنګ دا یوه وحشیانه او د شرم وړ عمل بللی دی.

د امریکا سفارت لیکي ترورېستان د انسانانو ژوند ته ارزښت نه‌ورکوي او دا چاودنه په افغانستان کې له سوله‌ییزې راتلونکې سره د هغوی تقابل ښیي.

روسیه:

روسیې هم د کابل چاودنه وغندله. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي د کابل دغې چاودنې ته باید د افغانستان په شاوخوا کې د بهرنیو جیوپولیټیک لوبو د ختمولو او د ترورېزم په وړاندې مبارزې کې د افغان حکومت د ملاتړ په برخه کې د یوه خبرداري په توګه وکتل شي.

  • چین

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د کابل نننۍ پېښه غندلې ده.

د دغه وزارت هوا چو نینګ نن خبریالانو ته وویل چې هېواد یې د کابل د نننۍ برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي وښوده.

هوا وایي، د چین حکومت حالات تر غور لاندې نیسي او د لا ډېرو امنیتي اقداماتو په اړه به غور وکړي.

په کابل کې د چین سفارت ودانۍ په دې چاودنه کې لږ تخریب شوې خو د سفارت کارکوونکو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

  • جاپان

دغې چاودنې همداراز په کابل کې د جاپان سفارت ښیښې هم ماتې کړې دي.

د جاپان سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې په دې برید کې د دې سفارت دوه کارکوونکي سطحي ټپیان شوي دي.

  • جرمني

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سیګمار ګابرېل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په کابل کې د جرمني سفارت څو تنه کارکوونکي ټپیان شوي او د دې سفارت یو ساتونکی وژل شوی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر لیکلي دغه برید هغو کسانو ته زیان رسولی چې د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره هلته کار کوي.

  • ترکیه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي په کابل کې د ترکیې سفارت د ودانۍ یوه برخه تحریب شوې ده، خو کارکوونکي یې روغ رمټ دي.

  • فرانسه

په فرانسه کې د اروپایي ټولنې د چارو مشر ماریلا دې سارنز یوې سیمه‌ییزې راډیو ته ویلي چې په کابل کې د فرانسې او جرمني سفارت ته څېرمه دا پېښه شوې او تر اوسه د فرانسوي قربانیانو په اړه څه نه‌ښکاري.

  • امنسټي انټرنېشنل

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنېشنل هم د کابل د نن ورځې خونړۍ پېښه غندلې ده.

دغه سازمان وایي دا برید د یوه دردوونکي واقعیت څرګندویې کوي چې د افغانستان خلک د عمدي تاوتریخوالي قرباني کېږي او حکومت د هغوی په خوندیتوب کې پاتې راغلي دي.