اشرف غني د کابل ښار نننۍ خونړۍ حمله وحشیانه بللې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار نننۍ خونړۍ حمله وحشیانه بللې او په کلکو ټکو یې غندلې ده.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي ترورېستي ډلې چې د اسلام په نامه خلک وژني او جنګي جنایتونه ترسره کوي، له دیني لارښوونو بې‌خبره دي.

اعلامیه زیاتوي افغان حکومت د نړۍ په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو تمه لري چې د دغو ترورېستي ډلو د ملاتړو پر ضد له پخوا زیات فشارونه راولي او اجازه ورنه‌کړي چې له ترورېزمه د هېوادونو پر ضد د وسیلې په توګه کار واخلي.

په ورته وخت کې روسیې، هندوستان، پاکستان او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د کابل ښار پېښه وغندله.

د غوڅ ملاتړ مأموریت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې په دغې پېښه کې د افغان سرتېرو ستاینه شوې چې په خپل وخت‌یې د پېښې قربانیانو ته رسیده‌ګي کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې نن سهار په کابل کې په موټربم چاودنه کې شااوخوا ۸۰ تنه وژل شوي او ۳۵۰ تنه ټپيان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.