د کندز بې‌ځایه شوي: دولت دې راته خپلو سیمو ته د تګ زمینه برابره کړي

د کندز ښار اړوند د ملا سردار د سیمې سلګونه اوسېدونکي ادعا کوي چې وسله‎والو مخالفینو له خپلو کورونو ایستلي دي.

که څه هم یوه میاشت وړاندې د کندز امنیتي چارواکو د کندز ښار اړوند د ملا سردار، الچین، چپرمه، بوزتېموری، اُتمانزي او داسې نورو سیمو د تصفیه کېدو خبر ورکړی و، خو د روژې په میاشت کې د کندز ښار اړوند د ملا سردار د سیمې څه باندې ۲۰۰ کورنۍ د کندز ښار په امام صاحب بندر کې سره راټول شوي او وايي چې وسله‎والو مخالفینو ورته خبرداری ورکړی چې له خپلو کورونو ووځي، ځکه د دوی له کورونو څخه د دولتي ځواکونو پر وړاندې د سنګر په توګه کار اخلي.

د ملاسردار د سیمې یوه تن اوسېدونکي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د جګړو له کبله له خپلو کورونو وتلي یو، ماشومان مو ټول ناروغه شوي او اوس‌مهال له سختو ستونزو سره مخ یو، دولت باید سیمه ډېر ژر تصفیه کړي چې بېرته خپلو کورونو ته ولاړ شو."

د همدې سیمې یو بل تن وایی:

"چارواکي باید زموږ غږ واوري هغه مهال چې زموږ غنم شنه و، دوی ولې خپلو عملیاتو ته زور نه‌ورکاوه؟ او مخالفین تازه نه‌دي پیدا شوي دا ۱۰ کال وشو چې په کندز کې جنګېږي، ولې مخکې دوی د طالبانو مخه ونه‌نيوله، اوس چې زموږ غنم پاخه شوي دي دوی عملیات کوي، زموږ غنم مه‌سوځوي او زموږ روزي له موږ څخه مه‌اخلئ."

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا یو تن غړی صفي‎الله امیر هم د خلکو ستونزې مني او پر دولت انتقاد کوي چې په وارـوار دوی د کندز ښار اړوند په بېلابېلو سیمو کې عملیات ترسره کړل، خو لا هم وسله‎وال مخالفین د ښار په نېږدې څنډو کې حضور لري.

نوموړي وویل:

"موږ له دولت څخه غواړو چې خپلو عملیاتو ته زور ورکړي، څو سیمې د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي او یا دې عملیات بند کړي چي خلک د روژې په میاشت کې خپلو سیمو ته ولاړ شي او خپل کرنیز محصولات ټول کړي."

بل‎خوا د کندز د والي ویاند سید محمود دانش وايي چې ډېر ژر به د کندز ښار اړوند شااوخوا سیمې د طالبانو له شتون څخه تصفیه او خلکو ته به د بېرته تګ زمېنه برابره کړي.

د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش

دی وایي:

"دښمن هڅې کوي چې د خلکو له کورونو څخه د سنګر په توګه ګټه واخلي، ځکه دښمن نه‌غواړي چې سیمه خوشې کړي، خو موږ هڅې کوو چې سیمه د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړو."

د یادونې وړ ده چې په روان کال کې د کندز په کچه د دولتي ځواکونو او وسله‎والو مخالفینو تر منځ د روانو جګړو له کبله زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې‎ځایه شوي او اوس مهال د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي او له سختو ستونزو سره مخ دي.

خو وسله‎والو مخالفینو بیا په دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

راپور: اجمل آرین