د پاکستان پر ضد د یوه امریکايي سناتور د څرګندونو په اړه د افغانستان غبرګون

افغان حکومت وايي، د ترورېزم د له‌منځه وړلو لپاره اړتیا ده څو د امریکا او نړیوالې ټولنې له لوري پر پاکستان فشارونه زیات شي.

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، دا چې له ترورېزم سره مبارزه د امریکا او افغان حکومت ګډ هدف دی، نو اړتیا ده چې پر پاکستان فشارونه زیات شي، څو د ترورېزم له ملاتړ لاس واخلي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې یوه امریکايي سناتور له ترورېزم سره د جدي مبارزې په برخه کې په پاکستان کې د ترورېستانو پر مرکزونو د حملو خبره مطرح کړې ده.

ښاغلي فیصل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پاکستان اوس هم له ترورېزم څخه ملاتړ کوي او اړتیا ده چې په دغه هېواد کې د ترورېزم پر وړاندې جدي اقدامات وشي.

جاوید فیصل.

نوموړي زیاته کړه:

"تر هغې چې په پاکستان کې د ترورېستانو خوندي پناه‌ځایونه موجود وي او د پاکستان حکومت د ترورېستانو ملاتړی وي، موږ نه‌شو کولای په افغانستان او سیمه کې د ترورېزم د له‌منځه وړلو هدف ته ورسېږو، نو اړتیا ده چې کار وشي او په ټوله کې په دې برخه کې د امریکا اونړیوالې ټولنې فشارونه خاص او عمده اهمیت لري او موږ به ښې لاسته را وړنې ولرو."

دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د امریکا د کانګرس یو مخکښ غړي ادم کینزینګر له خپل حکومته غوښتي چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې د مخینوي لپاره پر دغه هېواد باندې د هوايي حملو په ګډون، هیڅ ډول فشار ونه‌سپموي.

نوموړي له ولسمشر ټرمپ غوښتنه کړې چې یو ځل بیا په پاکستان کې هوايي بمبارۍ له سره پيل کړي او په دغه هېواد کې هغه سیمې په نښه کړي چې د ترورېستانو ځالې په‌کې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان مشرانو جرګه د دغه امریکايي سناتور غوښتنه پر ځای بولي او وايي، که له دې غوښتنې سره سم امریکا اقدام وکړي په افغانستان کې به جګړه راکمه شي.

محمد هاشم الکوزی.

د دغې جرګې د دفاعي او کورني امنیت کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:​

"دا کولای شي د افغانستان پر جګړې باندې ډېر اغېز ولري، په افغانستان کې روانه جګړه به کمزورې کړي او هلته به د طالبانو د اوسېدو ځایونه تنګ کړي، دا د افغان حکومت لپاره یو ښه خبر دی او که عملي شو ګټه به‌یې افغانستان او زیان به‌یې پاکستان ته ورسېږي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څه موده وړاندې ویلي و چې افغانستان له پاکستان سره په یوې نا اعلان شوې جګړه کې ښکېل دی.

ولسمشر غني همدارنګه تېر کال د مونشن کنفرانس په ۵۳مې امنیتي غونډه کې ویلي و چې د افغانستان جګړه له دولت سره د دولت نا اعلان شوې جګړه ده.

بل لور ته د افغان حکومت اوسنيو او پخوانیو چارواکو هم ویلي چې د ترورېزم ځالې له ډيورند کرښې هاخوا په پاکستان کې دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې پر پاکستان فشار راوړي، څو د ترورېزم له ملاتړ څخه لاس په سر شي.

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی نادر خان کټوازی وايي چې په افغانستان کې د جګړې د دوام یو عامل پاکستان دی.

نوموړي زیاته کړه:

"که چېرې د ترورېستانو ځالې په نښه شي، زه فکر کوم پاکستان به مجبوره شي چې طالبان افغانستان ته ولېږي او د خبرو مېز ته‌یې کېنوي او دا به یو مثبت تأثیر ولري."

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوه خالد سادات وايي، د امریکا او پاکستان اړیکې وروسته له هغې خړې پړې شوې چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو.

د ده په وینا که امریکا له ډیورند کرښې هاخوا په پاکستان کې د ترورېستانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي، نو په خبره‌یې په افغانستان او سیمه کې به جګړه راکمه او شته ستونزې به هم یوې خواته شي.

راپور: رحمت‌الله افغان