له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره وايي چې د کابینې د ټولو غړو شتمنۍ او پانګې يې ثبت کړي دي.
د دغې ادارې مرستیال امین خرمجي نن د سې شنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل چې د معلوماتو له راټولولو وروسته به د هر شخص د پانګې په اړه معلومات خپاره کړي.
نوموړي وویل:
"د ملي یووالي حکومت د کابینې د غړو شتمني مو سل په سلو کې ثبت کړې ده، خو د ټولو په اړه څېړنې کوو، که د چا د شتمنیو د ثبت په مسئله کې ستونزه پیدا شوه، نو موږ بهيې اړوندو ادارو ته معرفي کړو."
خو له فساد سره د مبارزې یو شمېر ټولنې انتقاد کوي او وايي چې د مسؤلینو د پانګې او شتمنیو د ثبت مسئله په شفاف ډول نهشي ترسره کېدی، ځکه په وینا يې مسؤلین خپلې شتمنۍ کمې ثبتوي.