کرکټ بورډ: سپورټ برخه کې د هېڅ هېواد پرمخ خپلې دروازې نه تړو

د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلین وايي چې د سپورټ په برخه کې د هېڅ یوه هېواد پر مخ خپلې دروازې نه تړي او غوښتنه‎يې وکړه چې سپورټ باید د سیاستونو قرباني نه شي.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس عاطف مشعل نن سې شنبه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دوی غواړي د کرکټ له ټولو لومړۍ درجه هېوادونو سره سیالۍ برابرې کړي چې دا کار د افغان کرکټ د پرمختګ لپاره مهم دی.

هغه وویل چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره د سیالیو په اړه هېڅ راز هوکړه نه ده شوې او د دغو سیالیو په اړه اوس مهال یوازې لومړنۍ خبرې شوي دي.

ښاغلي مشعل زیاته کړه چې که له پاکستان سره دوه اړخېزې سیالۍ ترسره کېږي، نو لومړی به د دې هېواد ملي لوبډله کابل ته او ورپسې به افغان لوبډله پاکستان ته سفر کوي.

نوموړي زیاته کړه، که په راتلونکې کې له دغه هېواد سره په بېلابېلو برخو کې هر ډول هوکړې ترسره کېږي، نو د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره به کېږي.

ښاغلي مشعل دا هم وویل چې پاکستان ته وروستی سفر يې د پاکستان د کرکټ بورډ په بلنه او د افغان حکومت په اجازه ترسره کړی دی.

دی وایي، نه غواړي په پاکستان کې د کرکټ لپاره کورنی لوبغالی ولري، ځکه په وینا يې په دې هېواد کې د ناامنۍ له امله د نړیوالو سیالیو ترسره کول ناشوني دي.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس له افغان امنیتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې د نړیوالو سیالیو د کوربه‎توب پرمهال باید له دوی سره د ښه امنیت ساتلو په برخه کې همکاري وکړي.