دُرانی: پرمختیایي شوراګانو سره د ۵۲ پروژو تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر او د یو شمېر کلیوالو پرمختیايي شوراګانو تر منځ د نېږدې ۲۰۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۲ پروژو تړونونه لاسلیک شول.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر نصیر احمد دُراني نن سې شنبه د یادو پروژو د تړونونو د لاسلیک په غونډه کې وویل، په دغو پروژو کې د اوبو د سربندونو، استنادي او محافظوي دېوالونو، پلونو، پلچکونو او سړکونو جوړل شامل دي.

ښاغلي دُراني وویل:

"په ننني پروګرام کې ۵۲ پروژې د ۱۹۸ میلیونه ۶۱۹ زره او ۵۳ افغانيو په ارزښت د زراعت د اوبو د مدیریت برخه کې د انکشافي شوراګانو سره لاسلیک شوې."

د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې دغه وزارت په تېرو دوو کلونو کې د څه باندې درې نیم میلیارده افغانیو په ارزښت په ټول هېواد کې ۷۱۲ پروژې پلې کړې دي.

ښاغلی دُرانی زیاتوي، یادې پروژې په لوګر، بغلان، سمنګان، غزني، کابل، پروان، فاریاب، کاپیسا، ننګرهار، غور، پکتیا، کونړ، سرپل، جوزجان، بدخشان او لغمان ولایتونو کې پلې کېږي.