مک‌کېن: پوتین تر داعش هم لوی او مهم خطر دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

امریکايي سناتور جان مک‌کېن وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نړیوال امنیت لپاره تر داعش ډلې څخه هم لوی خطر دی.

ښاغلي مک‌کېن پرون د اسټرالیا له «ABC» ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، څه چې پوتین کوي د داعش تر فعالیتونو زیات خطرناک دي.

جان مک‌کېن زیاته کړه:

"فکر کوم چې ولسمشر پوتین تر ټولو حتی تر داعش ډلې هم ستر او مهم خطر دی، فکر کوم چې طبعاً داعش خو بد کارونه کوي، خو روسانو هم هڅه وکړه چې د ډموکراسۍ بنسټ ویجاړ کړي او دا هماغه د امریکا د انتخاباتو د نتیجې د بدلولو هڅه وه."

سناتور مک‌کېن د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې مشر او په بهرنیو چارو کې د کانګرس غږ ګڼل کېږي.

مک‌کېن همداراز وویل، روسیې ته د ډېر ستر چلېنج په سترګه ګوري، نو ځکه‌یې پر مسکو د بندیزونو د زیاتولو غوښتنه وکړه.

سناتور مک‌کېن همداراز یادونه وکړه چې دی باور لري چې د ولسمشر ټرمپ له‌خوا د ملي امنیت مؤظف شوی ټیم به داسې ستراتیژي جوړه کړي چې نتیجه به‌یې په افغانستان کې بریالیتوب وي.