مشعل به پاکستان سره د مسابقو په اړه خپل دریځ اعلان کړي

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل به نن سې شنبه له پاکستان سره د مسابقو په اړه خپل وروستی دریځ اعلان کړي.

کرکټ بورډ وايي، له پاکستان سره د مسابقو په اړه د دوو هېوادونو د کرکټ بورډونو موافقه نهايي شوې نه‌ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس عاطف مشعل او د هغه پاکستاني ساري شهریار خان د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د دوو هېوادونو لوبډلې به د جولای په میاشت کې په افغانستان او د اګسټ په میاشت کې په پاکستان کې دوه ۲۰ اوره سیالۍ وکړي.

داسې ښکاري چې له پاکستان سره د مسابقو پر کولو په ټولنیزو رسنیو کې اعتراضونه سبب شوي چې کرکټ بورډ پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.