مسؤلین وایي، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د قاچاق مخنیوی شوی

په کابل کې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر مسؤلین وايي، په هوايي ډګر کې یې د هر ډول قاچاق مخنیوی کړی دی.

د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قومندان سید ګل‎اقا روحاني چې شااوخوا دوه میاشتي کېږي په دنده ګمارل شوی، د دوشنبې په ورځ‌یې له ازادي راډیو سره په یوې خانګړې مرکه کې وویل چې په دغې موده کې د مخدره موادو د قاچاق ۱۵ قضیې له دوی سره ثبت شوي دي.

د نوموړي په وینا قاچاق کوونکي هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، خو پولیس چمتو دي چې د دوی هر ډول کړنې شنډې کړي.

ښاغلي روحاني زیاته کړه:

"هوايي ډګر د قاچاقبرانو لپاره یو اسان او ستراتيژیک ځای دی چې قاچاقبران کولای شي ژر ټاکل شوي هدف ته ورسېږي، تقریباً تر هرو دوه یا درې ورځو وروسته د نیونې یوه قضیه لرو، دا دوامداره مسئلې دي، موږ هڅه کوو چې مخنیوی‎ یې وکړو."

د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د پولیسو چارواکي په داسې حال کې له خپلو لاس ته راوړنو یادونه کوي چې تر ډېره د ملي شورا د ځینو غړو تر انتقادونو لاندې دي او د یاد هوايي ډګر څخه د قاچاق کوونکو د فعالیتونو او سفرونو او د نا قانونه پیسو د انتقال په اړه، اندېښنې څرګندوي.

د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د پخوانیو چارواکو په خبره، اکثره نجونې او ښځې د مخدره موادو په ټرافیک او قاچاق کې لاس لري.

قاچاق کوونکي مخدره توکي په‎خپل نس کې انتقالوي چې څو ځله نیول شوي، خو بېرته له بنده خوشې شوي دي.

د هغو اسنادو له مخې چې ازادي راډیو کې په لاس ورغلي و، اته میاشتې وړاندې د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ قوماندان عبدالودود د مخدره موادو د قاچاق په تور د څارنوالۍ له حکم وروسته د حامد کرزي د نړیوال هوایې ډګر د پولیسو له لوري ونیول شو.

له دې وړاندې نوموړی اړوندو ادارو ته سپارل شوی و، خو د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو د پخواني معین باز محمد احمدي له لوري خوشې شو.

د راپورونو له مخې افغانستان اوس هم په نړۍ کې د مخدره موادو د لویو تولیدوونکو هېوادونو په لېست کې دی.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د مخدره موادو سره د مبارزې د کمېسیون غړی نادر بلوچ وایي چې د مخدره موادو په قاچاق کې لوی کورني او بهرني لاسونه دي چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر پولیس د دغو کسانو مخه نه‌شي نیولی.

نوموړي وویل:

"په افغانستان کې د مخدره موادو په قاچاق کې لوی لاسونه دخیل دي، زه فکر نه‌کوم چې د هوایي ډګر قوماندان او منسوبین‎ دې د هغو مافیایي کسانو مخه ونیسي چې د نظام د رهبرۍ توان لري."

نوموړی ټینګار کوي تر هغه به په هېواد کې امنیت رامنځته نه‎شي، تر څو چې د مخدره موادو د قاچاق مخه ونه‌نیول شي.

راپور: اکرام‌الله اکرم