د ارزګان چارواکي: د لس زره مرمیو د خرڅلاو په تور ۳ پولیس نیول شوي

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز امنیتي چارواکي وايي په دغه ولایت کې درې تنه پولیس‌يې د لس زره مرمیو د خرڅلاو په تور نیولي دي.

د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال رحمت‌الله صدیقي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د ارزګان ولایت د درېیو ولسوالیو معتمدینو ۳۰ زره مرمۍ د امنیه قوماندانۍ د مهماتو له ډیپو څخه ایستلې وې چې ۲۰ زره‌يې ولسوالیو ته لېږلې وې او ۱۰ زره چې د کلاشینکوف، دهشکې او پیکا مرمۍ په‎کې شاملې وې، غوښتل‌يې چې پر وسله‎والو طالبانو وپلوري چې له یوه رنجر موټر سره لاس په لاس نیول شوي او څارنوالۍ ته‌يې معرفي کړي دي.

د نوموړي په وینا، یو شمېر نور هغه کسان‌يې هم نیولي چې د هغوی د ناغېړۍ له کبله دولتي تجهیزات یا خو وسله‎والو طالبانو ته په لاس ورغلي او یا هم ویجاړ شوي دي.

دا په داسې حال ده چې له دې وړاندې د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري ویلي وو چې په ارزګان ولایت کې د مخکنیو امینه قوماندانانو په وخت کې شااوخوا زر میله سپکې او درنې وسلې ورکې شوې دي.