د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډلې له هنده یوه سیالي وګټله

د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډلې د هند د معلولینو کرکټ سیالیو کې یوه شل اوریزه سیالي وګټله او دوه‌‎یې وبایللې.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډلې د هند د معلولینو د کرکټ له لوبډلې سره درې شل اوریزې سیالۍ درلودې.

دغه سیالۍ د مې په ۲۲مه، ۲۳مه او ۲۴مه د هند د ګرېټر نوېډا په سپورټي لوبغالي کې ترسره شوې.

د افغانستان د معلولینو د کرکټ ملي لوبډله پرون د یکشنبې په ورځ هېواد ته راستنه شوه.