ابراهیمي: حکومت دې پر ټاکنو د خلکو بایللی باور ترلاسه کړي

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي

د افغانستان ولسي جرګه له حکومته غواړي چې د انتخاباتو د شفافیت د ټینګښت لپاره له ټولو شته امکاناتو ګټه واخلي.

د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې دې په داسې ډول ترسره شي چې د خلکو بایللی اعتماد بېرته خپل کړي.

ښاغلي ابراهیمي وویل:

"له ټولو هغو امکاناتو چې د ټاکنو شفافیت تأمینولی شي او د خلکو اعتماد پرې تر لاسه کېږي، باید ترې استفاده وشي."

له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي وو چې له ستونزو سره سره‌يې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو ترسره کولو لپاره يو لړ کارونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو نېټه نه‎ده ټاکل شوې.