د چین په نړیوال نندارتون کې ۳ افغان مېرمنې لاسي صنایع نندارې ته ږدي

د بامیان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي، د چین په نړیوال نندارتون کې به درې تنه افغان صنعت‎کارې او کسبګرې مېرمنې خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي.

د بامیان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر علي رضا حسن‎زاده نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، په پام کې ده چې دغه نندارتون په جون میاشت کې د چین په ګانسو ایالت کې جوړ شي او له بامیان څخه به درې تنه سوداګرې مېرمنې خپل لاسي صنایع او غالۍ نندارې ته وړاندې کړي.

حسن‎زاده وایي، په دغه‌شان نړیوالو نندارتونونو کې د افغان صنعت‌کارو مېرمنو ګډون دا څرګندوي چې افغان مېرمنې اوس له اقتصادي اړخه پیاوړې شوي او هم خپل فعالیتونه له دودیز حالته په صعنتي شکل سرته رسوي.