دفاع وزارت په غزني کې د نامعلومو هلیکوپټرو ناستې څېړي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په غزني کې د هغو ادعاوو د سپیناوي په هدف‎يې يو پلاوی ټاکلی چې ګواکې د مخالفینو په سیمو کې نامعلومو هلیکوپټرو ناسته کړې ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه په دې اړه هېڅ ډول اسناد او شواهد نه‌شته، خو دوی په دې اړه څېړنې کوي.

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"موږ يو پلاوی هلته استولی چې وګورو هلته وضعیت څه ډول دی، موږ په دې اړه څېړنې کوو او له هغه وروسته معلومات تاسو سره شریکوو."

دا څرګندونې وروسته له هغه مطرح کېږي چې د غزني د ولایتي شورا منشي حسن‎رضا یوسفي وايي، دوه ورځې وړاندې د واغظ او قره‎باغ په ولسوالیو کې نامعلومو الوتکو ناسته کړې چې خلک‎یې اندېښمن کړي دي.

ورته ادعاوې له دې وړاندې په سرپل، فاریاب او بغلان ولایتونو کې هم مطرح شوي، خو دفاع وزارت وايي، د یادو ادعاوو د سپیناوي لپاره هېڅ ډول شواهد او اسناد نه‌دي موندل شوي.