سرچینه: د ارزګان د چارچینو ولسوالۍ تر کلکې محاصرې لاندې ده

یوه ځایي سرچینه وايي چې وسله‎والو طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې د چارچینو ولسوالۍ پر مرکز حملې پیل کړي او لا هم دوام لري.

د ارزګان له چارچینو ولسوالۍ څخه یوې باوري سرچینې د دوشنبې په ورځ د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د چارچینو پر ولسوالۍ د طالبانو حملې دوام لري او تر کلکې محاصرې لاندې ده.

دغه سرچینه زیاتوي چې که دغې ولسوالۍ ته مرستندویه ځواکونه ونه‌رسېږي، نو د سقوط له ګواښ سره به مخ شي.

د سرچینې په حواله ویل شوي چې تر اوسه په حملو کې د طالبانو د نومول شوي ولسوال بلال او د هغه د مرستیال خنجري په ګډون ۲۵ وسله‎وال طالبان او ملکیان وژل شوي، خو د پولیسو په اړه‌يې معلومات نه‌لرل.

امنیتي چارواکي بیا وايي چې دغه ولسوالۍ کې حالت ښه دی او د سقوط وېره‎‌يې نه‌شته.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.