ملي ارمان: ۳ ګونې ارګانونه چې فساد تباه کړې د توکو پر لوړېدو ویده دي

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د روژې په مبارکه میاشت کې د خوراکي موادو د بیو د لوړوالي او په دغه میاشت کې هم د وسله والو طالبانو له خوا د اوربند نه منلو په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د روژې په پیلېدلو سره د افغانستان په بازارونو کې هټیوالو د خوراکي موادو بیې لوړې کړي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې د دولت درې ګوني ارګانونه چې فساد تباه کړې هم ویده دي او غواړي وګوري چې بې افغانان څه ډول له یادو ستونزو سره مقابله کوي او له خولې غږ هم نه پورته کوي.

په سرمقاله کې په وار–وار له دې امله په دولت انتقاد شوی او په ټینګار سره ویل شوي چې دا شان دولت هېڅ درد ته هم نه شي دوا کېدلای.

د سرمقالې لیکوال یوې پخوانی مشهورې خبرې ته په اشارې سره لیکلي چې دلته هم، مسلمان شته خو مسلماني نه.

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې یو شمېر سناتورانو له سوداګرو غوښتي چې د روژې د میاشتې له امله د لومړنیو موادو بیې راټيتې کړي.

په مطلب کې راغلي چې یادو سناتورانو انتقاد کړی چې د روژې په رارسېدلو سره د لومړنیو خوراکي موادو بیې پورته شوي.

په مطلب کې د مشرانو جرګې د یوې غړې نجیبې حسینې په حواله لیکل شوي چې په نورو اسلامي هېوادونو کې په روژه کې د خوراکي موادو بیې راټيټېږي چې د نوموړي په خبره افغان سوداګر هم باید د خلکو ستونزې په پام کې ونیسي او ورته کار وکړي.

په مطلب کې په مشرانو جرګه کې د هندوانو او سکانو د استازې سناتورې انار کلي هنریار په حواله هم راغلي چې مشرانو جرګه باید د خلکو ستونزو ته په پام سره له سوداګر سره په دې اړه جدي خبرې وکړي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې طالبانو په روژه کې هم د اوربند غوښتنه ونه منله.

په سرمقاله کې راغلي طالبانو ویلي نه یوازې دا چې د جګړې د درولو لپاره د افغان حکومت غوښتنه ردوي بلکې غواړي چې په دې میاشت کې جګړه لا تېزه کړي چې د سرمقاله لیکونکي به باور د افغانستان تاریخي دښمنانو ورته ویلي چې په دې میاشت کې جګړه لا ډېر ثواب لري.

په سر مقاله کې یو ځل بیا له دوی د جګړې د بندېدو غوښتنه شوې او له دیني عالمانو، خلکو او رسنیو هم غوښتل شوي چې په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.