چارواکي: د ننګرهار په وچ‌کوټ کې ۱۵ داعشیان وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وايي، د اچین ولسوالۍ په وچ‌کوټ سیمه کې د داعش ډلې او ولسي خلکو په نښته کې د داعش ۱۵ وسله‎وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي له دفتره خپور شوی بیان وايي چې نښته د شنبې ورځې ماسپښین پیل شوه او تر ماښامه روانه وه.

د بیان له مخې د داعشیانو مړي په سیمه کې پاتې دي او خپله تښتېدلي.

بیان زیاتوي چې په دې جګړه کې د یوې مېرمنې په ګډون شپږ تنه ملکي وګړي هم وژل شوي او یو تن ټپي دی.