ارزګان کې د ۲ قوماندانانو په ګډون ۴۰ طالبان وژل شوي

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي حملو کې د دوو قوماندانو په ګډون ۴۰ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

په دغه ولایت کې د ملي اردو د لمړي کنډک قوماندان ملک زین‎الله نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه حملې تېره شپه د مرکز اړوند سیمو او همداشان په چارچینو ولسوالۍ کې شوي دي چې ۲۰ طالبان په کې ټپيان شوي دي.

ښاغلي زین‎الله زیاتوي چې په یادو حملو کې د وسله‎والو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.