د لوګر د خوښۍ ولسوال د وسله‌والو په برید کې ټپي شوی

د لوګر د خوښۍ ولسوال عبدالحیمد.

د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوال له دوه ساتونکو سره د وسله‎والو مخالفینو په حمله کې ټپي شوی دی.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ازادي راډيو ته وویل چې په عبدالحمید حامد باندې نن یکشنبه سهار د مرکز اړوند د وزیر کاریز په سیمه کې هغه وخت حمله وشوه چې له کور څخه د دفتر په لور روان و.

نوموړي زیاته کړه:

"نن سهار نهه‎نیمې بجې په ولسوال عبدالحیمد باندې هغه وخت وسله‎والو مخالفینو حمله وکړه چې له کوره د خپل کار په لور روان و، په دغه حمله کې ولسوال له خپلو دوو ساتونکو سره ټپي شوی."

ښاغلی صالح زیاتوي،ولسوال د درملنې لپاره کابل ته انتقال شوی.

تر اوسه کومې ډلې د دغې حملې مسؤلیت نه دی منلی.