سپېدار: برېښنا ریاست دې د هرات د برېښنا ستونزه حل کړي

د هرات ولایت د برېښنا د ستونزې د هواري په هدف برېښنا شرکت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ غونډه وکړه.

په دې غونډه کې چې پرون په سپېدار ماڼۍ کې وشوه د هرات د برېښنا د ستونزې د څېړلو لپاره د استول شوي هیئت پر راپور خبرې او بحث وشو.

د اجرائیه ریاست د اعلاميې له مخې د هرات اوسېدونکو په دې وروستیو کې د برېښنا د بيې له زیاتوالي شکایت او انتقادونه کړي دي.

اعلامیه وايي، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله برېښنا شرکت ته سپارښتنه وکړه چې د هرات د ولایت له مقام سره په همغږۍ د برېښنا په اړه د هرات د خلکو ستونزې حل کړي.