ولسمشر ټرمپ خپل لومړنی بهرنی سفر بریالی وباله

د متحده ایالاتو ولسمشر پرون په ایټالیا کې امریکايي سرتېرو او د هغوی کورنیو ته په وینا سره خپل لومړنی نهه ورځنی بهرنی سفر پای ته ورساوه.

ډونالد ټرمپ په سیسیل جزیره کې د امریکا د پوځ په هوايي اډه کې په وینا کې خپل لومړنی بهرنی سفر بریالی وباله.

پوځیانو ته له وینا سمدستي وروسته د ولسمشر ټرمپ الوتکه د متحده ایالاتو په لور روانه شوه.

ډونالد ټرمپ د خپل لومړني سفر په ترڅ کې له سعودي عربستان، اسرائیل، لوېدیځې غاړې، بلجیم او ایټالیا کتنه وکړه.