د پاکستان دیني عالمانو د انتحاري حملو پر ضد فتوا ورکړه

د پاکستان د مخکښو دیني عالمانو یوې ډلې د ځانوژونکو بریدونو، وسله‌وال بغاوت او د وسلې په زور د شریعت د پلې کولو پر ضد فتوا صادره کړه.

دا فتوا پرون په اسلام‌اباد کې ۳۱ پاکستاني عالمانو په هغو مراسمو کې لاسلیک کړه چې د اسلام‌اباد د اسلامي پوهنتون د څېړنو انسټټیوټ تنظیم کړي وو.

په دې فتوا کې ترورېزم او سخت دریځي غندل شوې او ځانوژونکي بریدګر او هغوی سره مرسته کوونکي، ترورېستان بلل شوي دي.

د دې فتوا له مخې د جهاد د اعلان حق یوازې په اسلامي حکومتونو پورې منحصر دی.